جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې تروریستي برید په کلکه وغانده

کابل-دباخترآژانس دوږي٢٨:
جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې تروریستي برید په کلکه وغانده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د نن سهار تروریستي ځانمرګی برید په کلکه وغانده.
په هغه مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لورې باخترآژانس ته رسيدلې ده، ويل شوى دي:
د ملي امنیت د لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو نن سهار د کابل د هوایي ډګر په سړک موټر بم برید تر سره کړ. په دغه تروریستي برید کې د دریو ملکي وګړیو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول، چې په هغو کې اته تنه د جنوبي افریقا او یو هم د قرغزستان تبعه دی، او یوولس نور ملکي وګړي ټپیان شول.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د آرامۍ او سوکالۍ د دښمنانو لخوا دغه ناځونمردانه تروریستي برید په کلکه وغانده او ترسره کوونکي یې د بشریت دښمنان او د انسانانو د وینو تږي وبلل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته