امنیت

جمهور رئیس حامد کرزي په جومات کې بمي برید په کلکه وغانده

کابل باختردزمري دمياشتي ٩

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه بمي تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې په ارزګان ولایت کې د یوه جومات امام   شهيد شو.

په هغې مطبو عاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهورې رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر اژانس ته رسيدلى ده ويل شوى دي.

د افغانستان د خلکو دښمنانو نن سهار وختي د ارزګان ولایت د خیرو کاریز په یوه جومات کې تروریستي برید تر سره کړ چې له امله یې ددغه جومات امام، مولوی تاج محمد شهید او څلور تنه مقتدیان ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس دغه کرغېړن او د ټولو اسلامي او انساني اصولو پر خلاف عمل په کلکو ټکو وغانده،  اوویې وویل: د اسلام او افغانانو دښمنانو نن سهار د ارزګان د خیرو کارېز په  یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو بمي برید تر سره کړ چې له امله یې ددغه جومات ملا امام مولوی صاحب تاج محمد په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې قرانکریم یې په لاسونو کې و.

حامد کرزي زیاته کړه: د روژې په مبارکه میاشت کې د بریدونو تر سره کول او د یوه سپین ږیري عالم شهيدول یوه داسې له وحشته ډکه کړنه ده چې د هېڅ توجیه وړ نده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د شهید مولوي تاج محمد کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته