جمهور رئیس حامد کرزي د شهیدې سیما اکاخېل له کورنۍ سره وکتل

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بلخ ولسوالۍ د احمدشاه ابدالي د ښوونځي د پخوانۍ مدیرې شهیدې سیما اکاخېل له کورنۍ سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، د اکاخېل خاوند جان محمد د آغلې سیما د شهادت په اړه وویل چې زما د مېرمنې مړینه زما لپاره هم درد دی او هم افتخار، ځکه هغه د پوهنې شهیده ده او د خپل وطن د بچیانو د روزنې په لاره کې قرباني شوېده.
وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې او ویې ویل چې د ارواښادې سیما اکاخېل وژنه د هغه چا کار دی چې د افغانستان له پوهنې سره دښمني لري او غواړي چې ددې هېواد بچیان بې تعلیمه او افغانان د نورو احتیاج پاتې شي.
حامد کرزي د شهیدې سیما اکاخېل له کورنۍ سره د افغانستان د حکومت د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې سیما اکاخيل د افغانستان د پوهنې یوه ستره خدمتګاره وه چې د خپل ژوند په ټوله موده کې یې ددې هېواد بې شمېره بچیان وروزل، په بلخ ولسوالۍ کې یې د احمدشاه ابدالی د نجونو د ښوونځي بنسټ کېښود او تر څنګ یې د نجونو لپاره په دغه ولایت کې د قرانکریم، دیني او ساینسي علومو کورسونه رامنځ ته کړل.
آغلې اکاخېل د روان کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۴مه د شپې په نهو بجو په خپل کور کې په داسې حال کې چې د خپلو ماشومانو پالنه یې کوله، د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا شهيده شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته