جمهور رئیس حامد کرزي د استرالیا له صدراعظمې سره وکتل
کابل باختر دتلې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي نن له غرمې مخکې د استرالیا له صدراعظمې مېرمن جولیا ګیلارد سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د افغانستان د ملي ځواک په جامو کې پر بهرنیو سرتېرو د بریدونو،د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو او له ۲۰۱۴ کال وروسته د استرالیا د همکاریو د دوام او څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزي مېرمن ګیلارد ته د ښه راغلاست دویلو په ترڅ کې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.
د استرالیا صدراعظمې مېرمن جولیا ګیلارد ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د لاسلیک شوي ستراتیژیک سند په چوکاټ کې خپل ماموریت او مرستو ته دوام ورکړي.
دې زیاته کړه چې استرالیا غواړي له ۲۰۱۴ وروسته هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د روغتیا، پوهنې او امنیتي ځواکونو د روزنې په برخو کې مرسته او همکاري وکړي.