جمهور رئیس احمدزی: له ملي یووالي پرته د دې خاورې ساتل ګران کار دی
کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د قندهار، ارزګان، هلمند او د زابل د ولایتونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي نعمت الله خان شېردلي د غونډې د ګډون کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله یې هغه ته مبارکي وویله.
د قندهار، ارزګان، هلمند او د زابل د ولایتونو مشرانو په تېرو شلو ورځو کې د جمهور رئیس احمدزي لخوا ترسره شوي کارونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د دغو ولایتونو خلک د خپل منتخب جمهور رئیس د اقداماتوملاتړ کوي او په قوي هوډ د هغه ترڅنګ ولاړ دي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په انتخاباتو کې د قندهار، ارزګان، هلمند او زابل د خلکو له پراخ ګډون څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د دغو ولایتونو خلکو په تېره یوه لسیزه کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي، ګڼ شمېر مشران او دیني عالمان یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا شهیدان شوي دي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې افغانان باید یو بل ومني او د اتفاق او اتحاد له لارې خپل هېواد آباد کړي.
ده څرګنده کړه چې د افغانستان خلکو په انتخاباتوکې خپل اتفاق ثابت کړ او اوس د دغه اتفاق او اتحاد ساتل ضروري دي.
د افغانستان جمهور رئیس ټینګار وکړ چې له ملي یووالي پرته د دې خاورې ساتل ګران کار دی، ټول افغانان باید په هېوادکې د سولې د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي او اجازه ور نه کړي چې د پردیو په لاس د افغانانو وینه تویه شي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د سولې له ټینګښت پرته په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ناشونی دی. له دې امله زموږ هڅه دا ده چې له هرڅه وړاندې په هېواد کې سوله ټینګه کړو او که په دې لاره کې زما سرهم لاړ شي؛ ورته حاضریم.#