جمهور رئیس احمدزی: دولتي ادارې باید د پوهې او ملي کلتور پر مرکزونو بدلې شي

کابل باختر  دتلي نولسمه :
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، تير ماښام د هېواد له یو شمېر فرهنګیانو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې د هېواد پیژندل شویو لیکوالانو استاد سعد الدین شپون او استاد اسدالله غضنفر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د افغان ولس له خوا د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ټاکل کېدل یي  یو پرځای او نیک اقدام وباله.
استاد سعد الدین شپون جمهور رئیس احمدزی مخاطب کړ، وې ویل: ته په ډېر ښه وخت کې د افغان ولس لاس نیوي ته راورسېدې، د هېواد اقتصاد، پوهنه او کلتور د ګړنګ پر غاړه ولاړ وو او لوی خدای ته د دې هېواد د ژغورلو لپاره راواستولې، همدغه وخت تاته اړتیا وه چې ته دا هېواد وژغورې.
استاد شپون له ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څخه وغوښتل چې د کابینې د غړو په انتخاب کې له پوره دقت څخه کار واخلي.
ده همدا راز د هېواد جمهور رئیس ته وړاندیز وکړ چې رسنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو مطبوعات د هېواد د اساسي قانون د حکم له مخې ملي او اسلامي ارزښتونه وساتي.
استاد اسدالله غضنفر په هېوادکې چاپېدونکو دولتي ورځپاڼو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د دغو ورځپاڼو د کمیت پرځای باید د هغو کیفیت ته پاملرنه وشي.
جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د هېواد فرهنګیانو ته ډاډ ورکړ چې دی د کمیت پرځای د کیفت پلوی دی او هڅه به وکړي چې کیفیت ته ډیره پاملرنه وکړي.
ډاکتر احمدزي ټینګار وکړ چې دولتي ادارې باید د پوهې او ملي کلتور پر مرکزونو بدلې شي. د پوهنتون هر محصل باید د افغانستان په ملي او اسلامي ارزښتونو او ملي دریځ باندې پوه شي.
د هېواد جمهور رئیس د غونډې له برخه والو وغوښتل چې د یو فکري مرکز د رامنځته کولو لپاره دې  پر داسې یوې طرحې کار وکړي چې په دغه مرکز کې هم د لرغون پیژندنې او هم د ادبیاتو د پراختیا لپاره کارونه ترسره شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، همدا راز  له فرهنګیانو وغوښتل چې په هېواد کې د کلتوري ارزښتونو د ساتنې او د شاعرانو او لیکوالانو د قدردانۍ لپاره دې پر یوې طرحې کار وکړي.
د هېواد جمهور رئیس له فرهنګیانو او د ادب له خاوندانو سره د دا ډول غونډو پردوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د فرهنګي حالت ښه والي ته به پاملرنه وکړي او د ارګ دروازې به د فرهنګیانو او د افغانستان د ټولو خلکو پرمخ تل پرانیستې پریږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته