جمهور رئیس احمدزي د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې

کابل باختردتلې دمياشتې    ١٥
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي،پرون د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغوی ته یې د لوی اختر مبارکي وویله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په دغو ټیلیفوني خبروکې د هېواد په پوهنتونونوکې د تدریسي بهیر او د محصلانو د حالت د څرنګوالي په اړه د پوښتنو په ترڅ کې د پوهنتونونو رئیسانو ته وویل: زه د یو پخواني استاد په توګه ستاسو همکار او د افغانستان د جمهوررئیس په توګه خپل مسوولیت ګڼم چې د هېواد په پوهنتونونوکې له موجودو ستونزو خبر او د حل لپاره یې په اقدام لاس پورې کړم.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد د پوهنتونونو له رئیسانو او استادانو سره وګوري او د یو ځانګړي کاري پروګرام باب به ورسره خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته