جمهور رئیس احمدزي د حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره ټیلیفوني خبرې وکړې
کابل باختر د تلي پنځلسمه
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، پرون د حج او اوقافو وزارت له سرپرست ډاکتر محمد یوسف نیازي سره چې دا مهال د افغان حاجیانو د چارو د لاښه تنظیم په موخه په مکه مکرمه کې دی، ټیلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهور رئیس د حج او اوقافو وزارت له سرپرست څخه د افغان حاجیانو د حالت د څرنګوالي د پوښتنې په ترڅ کې هغه ته لارښوونه وکړه چې افغان حاجیانو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو سره، هېواد ته د هغوی د لېږد پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې هیڅ یو حاجي له ستونزو سره مخامخ نه شي.
ډاکتر محمد یوسف نیازي د افغان حاجیانو د روغتیایي حالت په باب جمهور رئیس احمدزي ته ډاډ ورکړ، وې ویل چې د حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته د اوسېدو او د لېږد او را لېږد په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي دي او د هغوی د هرې ستونزې حل ته له ځنډ پرته پاملرنه شوې او پاملرنه کیږي.