سیاست

جمهور رئيس کرزی طالبانو ته په خطاب کې: د وطن د بچیانو له تعلیم سره له دښمنۍ لاس واخلي

حامدکرزی: د هېواد د بچیانو د زده کړې مخنیوی، له دین او د وطن له اولاد سره دښمنی ده
١٩- کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٨ :
د افغانستان جمهوررئيس د خپلې نوې راډيويي وینا  له لارې د هېواد په تودو سيمو کې ټولو زده کوونکو، ښوونکو او استادانو ته د نوي تعليمي کال د پيلېدو مبارکي ورکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ :
جمهوررئيس حامدکرزي پخپلې راډیويې وینا کې دهېواد پرپلرونو او میندوغږ وکړ چې د ښوونځي په سن برابر بچیان، که هلکان دي که نجونې، په ښوونځيو او مدرسو کې شامل کړي، چې په دې سره به د خپلو کوچنیانو، خپلې کورنۍ او خپل هېواد راتلونکى روښانه کړي.
جمهوررئيس دغه راز وویل : کېدای شي په ځينو تودو سیمو کې د طالبانو د ګواښونو او ممانعتونو له امله ځينې ښوونځي او دیني مدرسې بندې وي او طالبان زموږ د بچیانو د زده کړې مخه ونیسي، خو دا ډول ممانعت به له دین، وطن او د وطن له اولاد سره د سختې دښمنۍ  په مانا وي.
جمهور رئيس کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د دغه هېواد د بچیانو له تعلیم سره له دښمنۍ لاس واخلي.
جمهوررئيس د همدغو سیمو ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږیرو ته وړاندیز وکړ چې له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې سره له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی پوه کړي چې د وطن د بچیانو له تعلیم سره مخالفت ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته