کابل- باختر د ثور د مياشتې ١٧مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې پر یوه موټر د ماین هغه چاودنه په کلکو ټکو وغندله چې له کبله يې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د يوې کورنۍ ۹ غړي شهيدان شوي دي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
جمهور رئيس کرزي د دغې پېښې د غندلوپه ترڅ کې وویل چې د ولسي وګړو په نښه کول د هغو پرديو د مزدورانو کار دی چې زموږ ملکي وګړو ته د درد او غم په رسولو سره غواړي افغانستان بې ثباته کړي.
جمهور رئیس حامد کرزي د دغې پېښې شهیدانو ته د برین جنت هيله کوي او د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي.#
0 1 دقیقه لوستل