ټولنه

جمهور رئيس کرزي په بادغیس کې په یوه ترافيکي پېښه کې د هېوادوالو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي په بادغیس ولایت کې په یوه ترافيکي پېښه کې د یوشمېر هېوادوالو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د بادغیس د ولایت د مقام د معلوماتو له مخې: پرون مازدیګر د بادغيس د آب کمري ولسوالۍ په چهارسنګي کلي کې د یوې ترافيکي پېښې له کبله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئيس حامد کرزی په دغې ترافيکي پېښه کې پررامنځته شوې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشينی شوی او د چارو ادارې ته يې لارښوونه کړې چې له سیمه ييزو چارواکو سره په همکارۍ کې د قربانیانو له کورنيو او ټپيانو سره لازمې عاجلې مرستې وکړي.
جمهور رئيس کرزي د دغې پېښې د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هغوی ته د جميل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته