سیاست

جمهور رئيس کرزي : د هېواد دښمنان د جنایتونو په ترسره کولو سره په هېواد کې د سولې د ټينګښت مخه نیسي

کابل باختر دکب دمياشتې  ٧ :
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ځانمرګی برید او په هلمند ولایت کې پرونۍ بمي چاودنه چې پکې یوشمېر بېګناه هېوادوال  پکې ووژل شول او ټپیان شول، په سختو ټکو محکوم کړل.
په هغې  مطبوعاتي اعلاميه کي  چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته ليږل شوې  ده ويل شوي دي :
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تير ماښام یوه ځانمرګی بریدګر خپل ځان د ارزګان د مرکز ترينکوټ ښار د استاد رمضان په مېلمستون کې والوزاوه چې په نتیجه کې يې ۱۱ مسافر شهیدان او ۴۲ تنه نور ټپيان شول.
په یوه بله پېښه کې پرون د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د زراعت د مسلکي ليسې مخې ته په یوه موټر سایکل کې د یو ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د یاد ښوونځي ۳ زده کوونکي شهيدان او ۳ نور ټپيان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس په سختو ټکو د دغو تروریستي بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د خلکو د سولې او سوکالۍ دښمنانو یوځل بیا پرديو ته به خدمت کې بې ګناه هېوادوال په وينو لېت پېت کړل.
د هېواد جمهوررئيس د دغه جنایتکارانه اعمالو، عاملین د هېواد دښمنان او د پرديو نوکران وبلل چې د دا ډول جنایتونو په ترسره کولو سره هېواد ته د سولې د ټينګښت مخه نيسي او غواړي چې د وژلو لړۍ همداسې روانه وي.
جمهور رئيس د شهیدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای پاک له دربار څخه ورته د جميل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته