سیاست

جمهور رئيس غني پروفيسور چي هانګ کای ته د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې٣٠مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پښتوـ چينايي ژبې د قاموس ليکوونکي، پروفیسور چي هانګ کای ته د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئيس غني، ښاغلي هانګ کای ته دغه مډال د پښتوـ چينايي ژبې د لومړني قاموس د ليکلو په موخه چې دوه ملیونه حروف لري او ليکلو يې ۳۶ کاله وخت نيولی دی، نن ماښام په ارګ کې په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ورکړ.
جمهور رئیس د ښاغلي هانګ کای د استقامت، ايثار او د ده هغه زیارونه چې د دغه قاموس د تاليف لپاره يې ګاللي دي، وستایل.
د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني همداراز د پروفيسور ښاغلي چي هانګ کای له مېرمنې څخه، چې په دې غونډه کې يې حضور درلود، له دې کبله مننه وکړه چې د پښتوـچينايي قاموس د ليکنې پر مهال يې د ښاغلي کای ملاتړ کړی دی.
جمهور رئیس غني د پروفیسور هانګ کای دغه با ارزښته لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت او د نږدې کولو په برخه کې یو ستر ګام وباله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته