سیاست

جمهور رئيس غني د پاکستان د سیاسي رهبرانو له پلاوي سره وکتل

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې٢٠مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاکستان د سیاسي رهبرانو له هغه پلاوي سره وکتل چې محمود خان اڅکزی، آفتاب احمد خان شېرپاو او سناتور افراسیاب خټک پکې شامل وو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پرون له غرمې وروسته په ارګ کې په ترسره شويو بېلابېلو غونډوکې، جمهور رئيس غني او د پاکستان سياسي رهبرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وکړ.
د پاکستاني رهبرانو پلاوي وویل چې دواړه هېوادونه له ګډو ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هڅو ته اړتیا ده. ګډ فرصتونه هم رامنځته شوي دي او دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
دغه پلاوي وويل چې د ترورېزم پر ‌وړاندې د مبارزې په اړه د ډېورنډ له کرښې آخوا په ليدلوري کې بدلون ليدل کېږي.
دوی څرګنده کړه چې خلک دې باور ته رسېدلي دي چې ترورېزم ښه او بد نه لري او دغه پديده یوازې د دواړو هېوادونو لپاره نه، بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.
په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې خپلو ګډو مشورو او اقداماتو ته به ادامه ورکوو او هڅه به وکړو چې په هره کچه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې او پیاوړې کړو.
جمهور رئيس غني په ټينګار سره وویل چې د یادو ستونزو حل به وخت ونيسي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي؛ خو د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.
په دغوغونډوکې د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، یو شمېر جهادي او سیاسي شخصيتونو او د ملي شورا ځينو غړو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته