سیاست

جمهور رئيس غني: د بیان آزادي باید د ادیانو ترمنځ د لا زیات تفاهم او له یو بل سره په آرامه فضا کې د اوسېدلو په جوړښتي بڼه وکارول شي

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمداشرف غني د شارلي ابدو د مجلې د مسوولينو له خوا د حضرت محمد(ص) د کاريکاتور بیا خپرېدل، په سختو ټکو غندي او دغه کار د اسلام مقدس دين او د نړۍ مسلمانانو ته یو لوی سپکاوی بولي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئيس، د افغانستان د مسلمان ملت په استازيتوب دغه له سپکاوي ډکه کړنه وغندله او څرګنده يې کړه چې مقدساتو ته سپکاوی یو بشپړ غیر مسؤولانه عمل دی.
جمهور رئيس غني ټينګار وکړ، چې د بیان آزادي باید د ادیانو ترمنځ د لا زیات تفاهم او له یو بل سره په آرامه فضا کې د اوسېدلو په جوړښتي بڼه وکارول شي.
جمهور رئيس وویل چې افغانستان د بل هر هېواد په پرتله له جګړو او تاوتريخوالي ځوريږي، نو ځکه له نورو ټولو ملتونو نه په زیاته کچه د نړۍ له ټولو خلکو سره د تفاهم او یو بل منلو اړتیا درک کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته