کابل/ د زمري ۱۴مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په تهران ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ډاکتر سیدابراهیم رئیسي سره د یاد هیواد جمهوري ریاست مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ایران منتخب جمهوررئیس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ په تداوم او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ.
ډاکتر ابراهیم رئیسي وویل، د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم. ګاونډيان په ځانګړي ډول افغانستان زما په بهرني سیاست کې لوړمقام لري.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې د مېشت افغان کډوالو د کوربتوب مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتوپر پراختیا یې ټینګار وکړ.
په پام کې ده چې جمهوررئیس غني به نن مازدیګر د ایران اسلامي جمهوریت د منتخب جمهوررئیس ډاکتر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې چې د اسلامي شورا ودانۍ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.