کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه
د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت جمهوررئيس حامد کرزي تيرماښام د نړيوال بانک له مرستيالې ميرمن پاميلاکاکس سره په ارګ کې و کتل
دجمهوري رياست مطبوعا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې دملي امنيت سلا کار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا اود ماليې وزيرډاکترعمر زاخيلوال هم برخه لرله له افغا نستان سره د نړيوال بانک د مرستو په باب خبرې وشوې
دهيواد جمهور رئيس په تيرو لسو کلو نو کې له افغا نستان سره د نړيوال بانک بي غرضه مرستې مهمې او ګټوري و بللي اودتوکيو په کنفرانس کې يې ددغه بانک دفعال ګډون او له دغه هيواد سره ددغه بانک دبشپړ ملا تړ له ا مله مننه و کړه
په دې کتنه کې د نړيوال بانک مرستيالې له افغا نستان سره ددغه بانک د مرستو ددوام ډاډ ورکړ او وي ويل چې دبود جي په اصلاح کولو، د افغانستان دګمرکاتو دسيستمونو په بيا جوړولو ،دظرفيت په لوړولو اودسيستمونو په اسا نه کولو کې له افغا نستان سره د خپلو همکاريو د دوام په لاره کې ، د افغا نستان د ماليې له وزارت سره مرسته کوي
دغه را ز په دې کتنه کې د اندو نيزيا د اقتصادي سيستم او ددغه هيواد دعا مه خدمتونو په باب خبرې وشوې چې دهيواد جمهور رئيس داندونيزيا اقتصادي وده د هيواد د اقتصادي حالت د ښه والۍ لپا ره يوه ښه بيلګه وبلله