امنیت

جمهور رئيس حامد کرزي د غوربند درې د وروستۍ پېښې د شهيدانو له وارثانو سره وکتل

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٦ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د پروان ولایت د غوربند درې د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د وروستيو پوځي عملیاتو د شهیدانو له وارثانو او د دغې پېښې د څېړنو په اړه له ټاکل شوې پلاوې سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه کتنه چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئيس یو ځل بیا د شهيدانو وارثانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او هغوی ته يې د لوی خدای له دربار څخه د جميل صبر هيله وکړه.
جمهور رئيس د یوه حکم په ترڅ کې د هر شهید او شهيدې کورنۍ ته د پروان ولایت په یوه ښاري پروژه کې د استوګنې لپاره په وړیا توګه د یوې ـ یوې نمرې ځمکې ورکړه منظوره کړه او د یو بل جلا حکم له مخې د همدغو ۱۲ شهیدانو کورنيو ته نغدي مرسته هم ورکړې شوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته