جمهور رئيس احمدزي په کابل کې د آسترالیا له سفير سره وکتل

کابل – باختر د تلې د مياشتې ٣٠مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې د آسترالیا له سفير ښاغلي جان فلپ سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، جهمور رئيس وویل چې موږ له افغانستان سره د آسترالیا له مرستو ډېر خوښ يو او په اغېزمنه توګه په مالي، امنیتي او تحصيلي برخو کې يې د دغو مرستو د دوام غوښتوونکي یو.
جمهور رئيس احمدزي همداراز د ارزګان ولایت د بیارغونې په برخه کې د آسترالیا له مرستوڅخه مننه وکړه.
په دې کتنه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي، په فوق العاده کچه د آسترالیا هېواد د خزانه دارۍ له حساب ورکونې څخه ستاینه وکړه او ويې ویل چې آسترالیا کولې شي د افغانستان له اړوندو ادارو سره د خپلو دغو تجربو په شریکولو سره، اغېزمن واقع شي.
په مقابل کې په کابل کې د آسترالیا سفيرښاغلي جان فلپ، جمهور رئيس احمدزي ته له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته