جمهور رئيس احمدزي د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له استازو او استادانو سره وکتل
کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له غړو او استادانو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې راغلو مېلمنو د دولتي او شخصي پوهنتونونو د پیاوړتیا، د غوره حکومتوالۍ او د اداري فساد پروړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او د ځينو ولایتونو د لويو لارو او د غزني ولایت د امنیت په اړه يې خپل وړانديزونه جمهور رئيس ته وړاندې کړل.
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي د غونډې د ګډونوالو د غوښتنو په اړوند وویل چې د غوره حکومتوالۍ په برخه کې سمون، د جمهوري ریاست له دفتره پیل او د چارو په اداره کې د ځوانان ټاکل یو مهم ګام دی.
جمهور رئيس احمدزي زیاته کړه چې ملي ګټې ورته ډېرې مهمې دي او د ده په اداره کې به کار کول یو امتیاز نه بلکې یو مسوولیت وي.
ډاکټر احمدزي د غوره حکومتوالۍ او د فساد پروړاندې په جدي مبارزه کې د افغانستان د خلکو همکاري او ملاتړ ډېر مهم وباله.
جمهور رئيس څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو په برخه کې به هغه اصلاحات چې تاسو يې غواړئ، راشي او په دې برخه کې به په نږدې وخت کې د پرمختګ لپاره پانګونه هم وشي.
ډاکټر احمدزي وویل چې د لویو لارو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې به جدي ګامونه اوچت شي.#