کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني پروان ته د خپل سفر پر مهال د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې کاري بهیر د لیدنې ترڅنګ د چاریکارو ښار د لومړۍ حوزې روزنیز مرکز ته څېرمه د روان کال د وږي د ۲۶ مې ترهرګریز برید د شهیدانو له وارثینو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.
په کتنه کې چې په جبل السراج ماڼۍ کې وشوه، د شهیدانو د وارثینو په استازیتوب ملا بابه ګل د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې په خاطر د مننې ترڅنګ د دوی د سرپناه ستونزې ته د رسېدنې او یتیمانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهوررییس غني یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او وې ویل: موږ ستاسې په غم کې شریک یوو او هیڅکله به د شهیدانو خاطرات له یاده ونه باسو.
هغه زیاته کړه،:دا د جمهوریت شهیدان دي چې په ازاده فضا کې یې د خپلې خوښې نوماند په ټاکنیز کمپاین کې ګډون کړی و او د افغانستان دښمنانو په شهادت ورسول.
جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې د شهیدانو وارثینو ټولې اړتیاوې وارزوي او د مرستې په موخه یې اساسي اقدامات وشي.
وروسته د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د شهیدانو له وارثینو سره د تسلیت او غمشریکۍ ترڅنګ وویل: په الفاظو ستاسې غم او درد نشي تسکینېدلی. هغه زیاته کړه: دولت به د پروان د مشرانو په همکارۍ ستاسې غوښتنې وارزوي او رسیدنه به ورته وکړي.