سیاست

جمهوررییس محمد اشرف غني: افغان ښځې مخکښې او د اساسي قانون، امنیت او ثبات ساتونکې دي

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن غرمه په ملي دفاع وزارت کې د نظامي ښځو، سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې، جمهوررییس غني دغو مراسمو ته په وینا کې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تګ ته په اشارې وویل: دغه تحول بې مخینې او ټولې نړۍ د ملاتړ وړ دی. تاسو دغه ملي او بین المللي باور په خپلو وینوګټلی دی. هغوی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او زموږ پر وړتیا شک لري، بیا دې فکر وکړي.

 جمهوررییس غني د نظامي ښځو، سولې او امنیت کنفرانس جوړول وستایل او دا کار یې د افغانستان په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ښځینه منسوبینو د رول غښتلي کولو او راتلونکې لار نقشې جوړولو لپاره ګټور وباله.

 د هېواد جمهوررییس د ښځینه سرتېرو او منسوبینو له کورنیو په مننې وویل، ښځینه سرتېرې او منسوبین پخپل زړور تصمیم نن دوطن، دین او زموږ د اساسي قانون دفاع کوي.  نن افغان ښځې مخکښې او د اساسي قانون، امنیت او ثبات ساتونکې دي.

جمهوررییس وویل، هغه کار چې شل ټنه بمونو ونشو کړای، د ننګرهار د ولسونو قوي ارادې او همغږۍ وکړای شو او نن د ولس د مبارزې له برکته داعش په ننګرهار کې ستره ماته خوړلې او په ټول افغانستان کې د افراطیت مخه نیسو. طالب په تاوتریخوالي دا ولس نشي ماتولی.
جمهوررییس وویل: له جګړې ستر تاوتریخوالی نشته . د انفجار او انتحار فرهنګ نه زموږ په مبین دین کې شته او نه زموږ په عُرف کې ځای لري. د اساسي قانون د ساتونکو په توګه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول  څرګند دی.  

جمهوررییس ښځینه سرتېرو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسو د افغانستان رښتیني اولادونه یاست او قطعاً مو د افغانستان په سیاسي مسایلو کې مداخله نه ده کړې، خو د قانون حاکمیت مو ساتلی دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په اوسني حالت کې هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نشي پېښولی. موږ د قانون تابع یوو او د قانون پر اساس خپلې دندې پرمخ وړو او ټول دې پوه شي چې دا د ګواښونو او معاملو نه، بلکې د پرېکړو هېواد دی.

جمهوررییس زیاته کړه، د ښځینه سرتېرو نظامي شورا او د نظامي ښځو بین المللي شورا وړاندیز د افغانانو د اصیل فکر ښکارندویي کوي. افغان ښځې اوس له حاشیې متن ته شوي  او د تصمیم نیولو په مرحله کې شاملې شوې دي او دا به دوام مومي.

جمهوررییس د ملي دفاع وزارت د ښځینه سرتېرو او منسوبینو د پرېکړه لیک په اړه وویل، غوښتنې مو نه یوازې د تائید وړ دي، بلکې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې به ورته منابع او امکانات هم برابر شي.

جمهوررییس وویل: سوله د هر افغان غوښتنه ده، خو هر وطنوال ته د سولې معنی دا ده چې امنیت به راولي. سوله باید د ثبات، پرمختګ او ورورولۍ لامل شي. هغه زیاته کړه،  سوله په یو سمت، ګوند او قوم پورې تړاو نه لري، بلکې سوچه افغاني ده. د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپل اساسي رول لا زیات کړي.

جمهوررییس زیاته کړه، د افغان ولس غېږ ډېره پراخه ده او هر افغان ته ځای لري. یو بل باید ومنو، په اصولو او قواعدو مخته ولاړ شو. هغه  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو په حقونو او پرمختګونومعامله نه کېږي. موږ په اصولو ولاړ یوو  او تاسو برحقه یاست.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ معینې منیرې یوسفزاده وویل، نظامي ښځو د تاوتریخوالي کمولو په لومړني شعار چې له ښځو څخه د ښځو ملاتړ دی له یو بل سره د خورولۍ تړون  وکړ او اعلان  یې وکړ چې د یو بل به ملاتړ کوي، په هېڅ عنوان ځورونه نه مني او له هغو کسانو سره به چې هغوی ځوروي،  قانوني چلند کېږي.

یوسفزاده وویل، هغوی نه یوازې په ملي دفاع وزارت کې د نظامي ښځو شبکه جوړه کړې، بلکې په پام کې لري راتلونکی کال د نظامي ښځو شورا هم جوړه کړي. هغې زیاته کړه، ښځې نور حاشیه یي رول نه غواړي او ټینګار کوي چې د ټولنې په متن کې په لویو تصمیمونو کې برخه ولري.

همداراز د افسرانو ملي اکاډمۍ د ښځینه افسرانو ټولي قوماندانې فاطمې سادات، د نظامي ښځو، سولې او امنیت لومړني کنفرانس پرېکړه لیک ولوست.

 په پرېکړه لیک کې هغوی د افغان ښځو نظامي شورا جوړېدو، د اساسنامې، طرزالعمل او دندو لایحې طرحې او د افغانستان له متحدینو او په ځانګړي ډول له هغو هیوادونو سره چې دفاع وزیران یې ښځې دي، د خورولۍ تړون غوښتنه وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته