جمهوررییس غني: کډوال او ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي
کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کډوالو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغو مراسمو په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل: راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ژمن یوو او په خپل ټول توان د دوی د بشري حقونو د تامین هڅه کوو.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستیالې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنرۍ استازې وویل: کډوالۍ په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه افغانان زیانمن کړي او مهم لامل یې طبیعي پېښې، فقر او د جګړې دوام دی.
دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو د ټینګار پر مهال د سولې انکشافي پلان په چوکاټ کې د مارکېټ جوړولو، د سولې اعمار او دولت جوړونې په برخو کې د حکومت له هڅو د خپل ملاتړ پر دوام تاکید وکړ. همداراز یې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدګۍ او د هغو د مجدد ادغام په اړه خپله ژمنتیا هم څرګنده کړه.
جمهوررییس یادو مراسمو ته په وینا کې وویل: کډوال او ډیاسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي او د اساسي قانون پر بنسټ د هېڅ افغان د افغانیت حق نشي سلبېدای.
هغه په انکشافي برنامو کې د ډیاسپورانو د موثر رول یادونه وکړه، ویې ویل: له واضح لیدلوري پرته او اوسنیو تغییراتو ته په پام پر کډوالۍ بحث نشي کېدای.
جمهوررییس دېته په اشارې چې بین المللي ټولنې طالبانو ته سیاسي حیثیت ورکړی په ټینګار وویل: طالبان د جنګ د دوام مسوول دي، دوی هره ورځ عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي او ملکي وګړي هدف ګرځوي.
هغه زیاته کړه: د طالبانو له لوري دغه نامشروع تحمیلي جنګ باید د سیمې او بین المللي ټولنې له لوري تحریم او محکوم شي.
جمهوررییس غني د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران وغوښتل چې په افغانستان کې د پایداره او عادلانه ثبات او سولې د ایجاد په موخه خپل فعال رول ونه ځنډوي.
د هېواد جمهوررییس زیاته کړه: اته ملي برنامې د ډیزاین او تطبیق په حال کې دي او په دې اړه باید بین المللي مرستې نتیجه محوره وي، نه پروسه محوره.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د کډوالو د راستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو ایجاد د دولت دنده وګڼله، ویې ویل: زموږ تعهد دا دی چې افغان کډوال او ډیاسپوران مهمه برخه، باعزته او ستره پانګه ده او باید ټول افغانان له دې پانګې برخمن شي.#
پای/ ج