جمهوررییس غني له استاد عبد رب الرسول سیاف سره وکتل
کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هېواد له مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن له غرمې مخکې له جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سیاف سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ملي اجماع او د دښمن پر وړاندې د واحد صف او غږ پر پیاوړتیا، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر واضح ملاتړ او همدا راز د سولې لپاره پر دومداره هڅو ټینګار وشو.