جمهوررییس غني د خوست هوایي ډګر پرانیست

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خوست ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته ولاړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ خوست ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مشرانو، ملکي او نظامي مسوولینو، په ملي شورا کې د خوست استازو او متنفذینو جمهوررییس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
جمهوررییس غني د خوست هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې او له والي مهمند کټوازي سره تر کتنې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه له راغلو مېلمنو سره وکتل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.
په پام کې ده چې جمهورریيس غني به ارشد امنیتي غونډه کې پر ګډون سربېره، په خوست کې له مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت له مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په لویه ولسي غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته