سیاست

جمهوررییس غني د بهرنیو او ګډو ګټو هېوادونو په چاروکې د برتانیې د دولت له وزیر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٨مه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د بهرنیو او ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت له وزیر جرمي هنټ سره په لندن کې په خپل استوګنځي کې وکتل او د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررییس غني وویل: افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات په مخ کې لري او د دې پروسې د لازیاتې روڼتیا لپاره یې د برتانیې شاهي هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان حکومت د پام وړ لاسته راوړنې لري.
جمهوررئیس وویل: د برتانیې په ګډون د افغانستان له ټولو دوستو هېوادونو څخه غواړو چې له طالبانو سره د مخامخو مذاکراتو په خاطر واحد پیغام او منسجم غږ ولري.
د بهرنیو او ګډوګټو هېوادونو په چاروکې د برتانیې د دولت وزیر جرمي هنټ جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ سولې ته د رسېدو په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه او ويې ویل، هېواد یې د دایمي سولې د ټینګښت په برخه کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.#
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته