جمهوررییس غني د بریتانیا له سفیرې سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل / د غبرګولي١۲ مه / باختر
جمهوررییس غني محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې مېرمن الیسن بلیک سره د مخه ښې کتنه وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې مېرمن الیسن بلیک په افغانستان کې خپل ماموریت او له جمهوررییس سره کار له خپلو ویاړونو وباله او له افغانستان سره یې د بین المللي همکاریو نوي فصل ته په اشارې په دې برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغې د سولې په برخه کې د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په اړه د جمهوررییس هڅې وستایلې، ویې ویل: موږ د هغه مطلوب هدف چې خپلواک، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی، ملاتړ کوو.
جمهوررییس غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د بریتانیا د دولت د مرستې او همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د بریتانیا د سفیرې د هڅو قدرداني وکړه او د نوي روایت په جوړولو او د سولې په بحث کې یې د بریتانیا اصولي دریځ مهم وباله.
پای\ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته