سیاست

جمهوررییس غني بامیانو ته سفر وکړ

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بامیانو د عمومي وضعیت د څېړنې په موخه ياد ولایت ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ټاکل شوې ده د حکومت د رهبرۍ امنیتي فوق العاده غونډه جوړه شي او جمهوررییس او مرستیالان یې په ستره ولسي غونډه کې په ګډون سره د یکاولنګ- دره صوف سړک د جوړولو د کار پرمختګ وګوري.
دغه راز جمهوررییس او ملګري پلاوي به د بامیانو لرغونې او تاریخي ساحې هم وګوري.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته