جمهوررییس: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

کابل/ د غبرګولي ۱۲مه/ باختر

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د هیواد د کانونو د امنیت تامین په اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند د رخام کان د کارونو د پرمختګ په اړه بحث وشو.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د کانونو کېندنې بهیر او په ځانګړي ډول د هلمند د رخام کان د کارونو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهوررییس د راپور تر اورېدو وروسته وویل: غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته