جمهوررییس د امریکا متحدو ایالاتو له بین الوزارتي پلاوي سره وکتل
کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هېواد له بین الوزارتي پلاوي سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو د دوام په اړوند خبرې وکړې.
د امریکا متحدو ایالاتو پلاوي په دغو خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هېواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې د دوام په یادولو سره، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک او د اقتصادي او بشري حقونو برخو په ملاتړ د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت پیغام بیان کړ.یاد پلاوي زیاته کړه: مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر چې مستقل،
متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی؛ هڅه کوو، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.
د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا او د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د افغانستان له حکومت سره به په راتلونکو ورځو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د بشري حقونو او اقتصادي برخو کې د همکاریو په اړه د یاد پلاوي بحثونه دوام ولري.#
پای/ج