– کابل / د ليندۍ ١٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني تېر ماښام د نړیوال بانک، د افغانستان لپاره د اسیا پرمختایي بانک، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې له مسوولینو سره، وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه، جمهورريیس غني د کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړي پړاو کې د عامې روغتیا وزارت سره د همکار سازمانونو د نه ترسره شویو تعهداتو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
جمهورريیس غني څرګنده کړه، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف اداره دې موږ سره د ننګونو او ستونزو راپور شریک کړي، چې د کرونا ویروس خپرېدو لومړي پړاوو کې په موقع او چټکۍ د اجرااتو له نه ترسره کېدو اګاهي ترلاسه او په راتلونکي پړاوو کې وکولای شو لازم چمتووالی ولرو.
وروسته د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې مسوولینو د افغانستان حکومت سره د روغتیا په برخه کې د بین المللي مرستو په اړه چې نړیوال او د اسیا پراختیایي بانکونه یې تمویلوي، خپل راپور وړاندې کړ.
جمهورريیس غني وویل، د افغان-جاپان روغتون څخه مې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو د درملنې اصلی مرکز دی، کتنه وکړه چې تراوسه هم طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري.
جمهورريیس دېته په اشارې چې موږ د کرونا ویروس دویمې څپې سره مخ یوو وویل، مهمه ده وکولی شو د تجهیزاتو، لابراتوارونو، د ټیسټونو د ظرفیت لوړولو او اکسیجن برابرولو په برخه کې زیات کار وکړو.
د نړیوال او افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانکونو ريیسانو جمهورريیس ته ډاډ ورکړ، د بین المللي ټولنې مرستې به چې د دغو بانکونو له لارې ترسره کېږي په شفاف ډول ترسره شي، په مقابل کې جمهورريیس هم د ناحکومتي موسسو د چارو د قوي څارنې او شفافیت پر اصل ټینګار وکړ.
جمهورريیس وویل، عامې روغتیا وزارت، بین المللي همکاران او غیرحکومتي سازمانونه باید د افغانستان حکومت ستراتېژیکې رهبرۍ تر چتر لاندې د باور وړ شریکانو په توګه کار وکړي، چې د روغتیا په برخه کې د خپلو ملي برنامو څخه یوه ستراتېژي ولرو او همداراز دې دغه بنسټونه د افغانستان دولت د لومړیتونو ملاتړ وکړي.
وروسته د نړیوال او افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانکونو ريیسانو او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې مسوولینو ژمنه وکړه چې د خپلو اجرااتو راپور به د افغانستان حکومت سره شریک کړي.
دوی جمهورريیس ته ډاډ ورکړ چې نړیوال او د اسیا پراختیایي بانکونو او ټولو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د مالي تعهداتو او مرستې پر یوې بستې کار کړی دی.
جمهورريیس غني د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له ريیسانو وغوښتل چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاوو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
یادو مسوولینو د کوید ۱۹ واکسین د تمويل په لومړي پړاوو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت له لورې د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.
دوی وویل، ټاکل شوې د دغې برنامې پر بنسټ به د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې په لومړي پړاوو کې د ۲۰-۴۰ سلنې پورې د واکسین برنامه په افغانستان کې تطبیق شي.
جمهورريیس د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له تعهداتو د مننې پر مهال وویل، د کرونا ویروس دویمې څپې سره مبارزه د افغانستان حکومت د عمده لومړیتوبونو څخه ده.
پاى-ج
0 2 دقیقې لوستل