کابل/ دليندې ١١مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د سریلانکا سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهورريیس غني د اړیکو په ځانګړي ډول د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د سیاسي،اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي ګګن پولاستي د هڅو قدرداني وکړه او نوموړي ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز د سریلانکا سفیر له جمهورريیس څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او د افغانستان د اقتصادي ودې، د جګړې د ختمېدو او د سولې او ثبات د تامین په خاطر یې د جمهورريیس غني هڅې وستایلې.
هغه زیاته کړه، سریلانکا هم د جګړې توره دوره تېره کړې او اوس هلته د سولې فضا حاکمه ده.
جمهورريیس غني څرګنده کړه، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. د دوامداره سولې د تامین لپاره به د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د سریلانکا له بریالیو تجربوڅخه استفاده وکړو.پاى-ع