سیاست

جمهورريیس غني: پر ستونزو بریالي کېدل له بین المللي متحدینو سره زموږ د مشارکت اساس جوړوي

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا کانګرس او سنا ګډ پلاوي له غړو سره د سنا د غړې مېرمن کریسټن جیليبرانډ په مشرۍ وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، دواړو لوریو د امنیت، ښې حکومتوالۍ، اقتصادي ودې او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې جمهورريیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه وکړه چې په تېرو کلونوکې د یوه غښتلي مشارکت له لارې ستاسې مرستې د افغانستان د انکشاف او پرمختګ لامل شوې دي.
جمهورريیس د امریکا له مرستو په مننې وویل: زموږ او امریکا مشارکت ستراتیژیک او دوامداره دی او د تروریزم د له منځه وړلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د وژل شویو او ټپي شویو امریکایي سرتېرو قرباني د درناوي وړ ده.
د امریکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوي، د جمهورريیس غني په مشرۍ د سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت د هڅو او ژمنتیا مننه وکړه ويې ویل: ستاسو هڅې به افغانستان پایداره سولې ته ورسوي.
هغوی وویل: د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې زموږ ګډ ماموریت ښې پایلې لري او موږ ترې راضي یوو. په افغانستان کې پایداره سوله زموږ لومړیتوب دی.
یاد پلاوي، د افغانستان حکومت کې  او په ځانګړي ډول د تصمیم نیونې په کچه د ښځو ونډه وستایله او له تروریزم سره په مبارزه کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې بېسارې وبللې او ويې ویل: په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین د امریکا د امنیت لپاره ډېر اهمیت لري او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ د امنیت او ثبات د تامین لپاره د تروریزم پر وړاندې په ژمنتیا مبارزه کوي.
یاد پلاوي وویل: افغانستان د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په حکومت کې د ښځو ونډه، زده کړو ته د ټولو لاسرسی او روغتیا ته پاملرنه زیاته شوې او باور لرو چې ستاسو اقتصادي وده به د غښتلې حکومتوالۍ لامل شي.
د یاد پلاوي د خبرو تر اورېدو وروسته جمهورريیس وویل: موږ له خپلو بین المللي متحدینو سره داسې مشارکت جوړ کړی چې پر ستونزو بریالي شو او حکومت د سولې او جګړې په ډول اساسي موضوعاتو کې له خلکو سره له نږدې مشوره کوي.
جمهورريیس وویل: له خلکو سره مشوره یوه دوامداره پروسه ده چې د ملي ډيالوګ لامل شوې او دغه کار په هېواد کې د انډوليز انکشاف او د سولې راوستو لپاره مهم دی.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: موږ په تېرو پنځو کلونوکې په هېواد کې د نسلي تغییر شاهدان یوو او مېرمنې نور یوازې د خپلو حقونو مدافعینې نه، بلکې په تصمیم نیولو کې کلیدي رول لري. نسلي تغییر زموږ د ټولنې د قوت لامل شوی او دغه نسل په ذهن کې اوږدمهاله لیدلوری لري.
جمهورريیس وویل: په تېرو پنځو کلونو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو پام وړ پرمختګونه کړي  او موږ توانېدلي یوو له افغانستان څخه د ١٠٠ زره امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته امنیتي تشه ډکه کړو. له افغان ځواکونو ملاتړ په لوړه کچه دی او د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو بری په سیمه کې بېساری دی.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: لا هم افغانستان، امریکا او زموږ متحدین له منځمهاله او اوږدمهاله ګواښونو سره مخ دي چې په ګډه باید ورسره دوامداره مبارزه وشي او په دې برخه کې له ناټو سره زموږ مشارکت ډېر مهم دی.
جمهورريیس  یاد پلاوي ته وویل: موږ د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او کورنیو عوایدو لوړېدو په برخوکې پرمختګونه لرو او غواړو افغانستان د سیمې د انکشاف او اقتصادي ودې په څلورلارې بدل کړو. موږ غواړو افغانستان د سیمې د  منفي سیالیو پر ځای د مثبتو سیالیو په ډګر بدل شي.
جمهورريیس وویل: موږ د سولې لپاره داسې پروګرام لرو چې واضح اهداف لري، سوله یوه ملي پروسه ده او عملي کول به یې په هېواد کې د جګړې د پایته رسېدو لامل شي.
جمهورريیس غني ټینګار وکړ چې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره باید دغه پروسه د افغان حکومت په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي او موږ د هغې د تحقق لپاره د سولې اوه ماده یي طرحه ترتیب کړې چې په هغه کې عمده ګامونه د کورنۍ اجماع نویوالی، په کورنۍ کچه دوامداره مشورې، په سیمه ییزه، اسلامۍ نړۍ او بین المللي کچه خبرې شاملې دي.
جمهورريیس وویل، جمهورريیس ټرمپ ورته په ټلیفوني خبروکې ډاډ ورکړ چې د سولې پروسې په اړه د فعالیتونو څرنګوالی به له افغان دولت سره په مشوره او همغږۍ پرمخ وړل کېږي.#
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته