سیاستTOP

جمهورريیس غني: سوله په وژلو او سپکولو نه، بلکې د یوه بل په منلو راځي

٢- کابل / د لیندۍ ۲٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني قندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون مازیګر د قندهار ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د قندهار د عالمانو ريیس مولوي عبیدالله فیضاني  او مولوي  عبدالباقي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې عالمانو ته د جمهورريیس د همېشنۍ پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، د افغانستان خلک مسلمانان دي او د اسلامي ارشاداتو د ساتنې په خاطر یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي او عالمان په ټولنه کې ځانګړی رول او ارزښت لري.
وروسته د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، قندهار ته زموږ د سفر موخه دا ده چې د قندهار د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له نږدې ووینو او د امنیت د تامین په اړه یې مشورې واورو. هغه زیاته کړه، کېدای شي نېمګړتیاوې وواسي، خو له قندهار څخه په ډېره مېړانه دفاع شوې او لا هم کېږي.
صالح وویل، د نظام او وطن دفاع زموږ د ټولو مشترکه دنده ده. هغه طالبانو ته په اشارې چې وایي موږ د ولسونو په منځ کې یوو، حال دا چې د دوی له لاسه یواځې د قندهار په څو ولسوالیو کې کابو ۶۰ زره خلک بې کوره شوي دي، که چېرې طالبان په خپله دغه ادعا کې صادق وي نو بیا ولې ولسونه د دوی له سیمو کډه کوي.
صالح څرګنده کړه، بېځایه شویو خلکو سره به د ملي دسترخوان برنامې او اضطراري کود له لارې بېړنۍ مرستې او لازمه رسېدګي وشي. هغه زیاته کړه، عالمان دې له طالبانو وپوښتي چې دوی په ډېر ویاړ سره وایي موږ له امریکا سره جوړه کړې ده، اما خپل وطنوال په کوم دلیل او منطق وژني.
د جمهورريیس لومړي مرستیال د امنيتي او دفاعي قواو مېړانې او زړورتیا ته په اشارې وویل، دغه ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپله ترسره کوي، دا زموږ خاوره ده په پېړیو پېړیو مو ساتلې او بیا یې هم ساتو او دفاع ترې کوو او دا کار خپله وجیبه او مسوولیت ګڼو.
هغه څرګنده کړه، موږ سوله غواړو ځکه په سوله کې عزت دی او طالبانو ته بلنه ورکوو چې راشي او د افغانستان په داخل په هرځای کې چې د دوی خوښه وي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیم سره د سولې مذاکرات مخته یوسي.
امرالله صالح طالبانو ته په خطاب کې وویل، تاسې ولې له خپلو خلکو وېره لرئ؟ دلیل یې دا دی چې لاسونه مو د ولس په وینو سره ډک دي، همدارنګه شېبه په شېبه له بهرنیانو مشورې اخلى، خو که چېرې وطن ته راشي نو د مشورو لړۍ یې پرې کېږي.  هغه زیاته کړه، طالب دې د ولس ارادې ته غاړه کېږي او د قندهار مشران دې د افغانستان د هویت بنسټ شي.  
جمهورريیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، عالمانو ته درناوی موږ ته له احمدشاه بابا او مېرویس نیکه څخه په میراث راپاتې دی. زه د غازي امان الله خان په مېز کار کوم او شاته مې د احمدشاه بابا د شېرسرخ زیارت منظره ده.
جمهورريیس وویل، شاه ولي الله دهلوي د خپل وخت لوی عالم وو او احمدشاه بابا سره یې نږدې اړیکې لرلې، د دوی مينه او وینه زموږ په رګونو کې ده او د هر یوه له چلنده الهام اخلو.
جمهورريیس محمداشرف غني څرګنده کړه، فتنه لوی جرم دی او څوک چې د اسلامي نظام په مقابل کې درېږي هغوي په فتنه اخته دي. زموږ د تېر کال ۱۶ سلنه ابادي یواځې د طالبانو له لورې تباه شوې ده او له ټولو عالمانو غواړم چې له دوی سره وغږېږي.
د هیواد جمهورريیس وویل، سوله په وژلو او سپکولو نه، بلکې د یوه بل په منلو راځي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، راځئ چې خرقې مبارکې، د مېرویس نیکه یا هم د احمدشاه بابا مزار کې مذاکراتو ته سره کېنو، ځکه د لوی قندهار غېږ ډېره پراخه ده. زموږ لار دا ده چې واضح مذاکراتو ته راشئ.
د هیواد جمهورريیس په ټینګار وویل. زموږ شرط یو دی او هغه دا چې ولس دې فیصله وکړي چې په ازادو رایو خپل زعیم وټاکي، ځکه دا څوکۍ په دې نه ارزي چې وینه پرې توی شي، دا هیواد زموږ دی، دا به پالو او دا به ساتو. سوله اخلاقي جرئت غواړي، د ولس د پرېکړې له مخې مو د طالبانو بندیان خوشې کړل ، خو دوی دې وینه بنده کړي چې سره وغږېږو.
جمهورريیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، ولې د وینې بهولو له بندولو ډارېږئ؟ که تاسې فکر کوئ چې د ولس په زړونو کې ځای لرئ نو انتخاباتو ته راشئ. هغه زیاته کړه، په سوله کې د هر افغان، مشر او عالم عزت دی او موږ باعزته سوله غواړو.
قندهار د افغانستان لوی زړه دی او دا زړه به ساتل کېږي، د قندهار مینه د هر افغان په وینه کې ده، ځکه دلته د احمدشاه بابا او مېرویس نیکه نه یواځې مقبرې بلکې میراث دی.
د هیواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د قندهار د امنیت او هوساینې لپاره چې هر څه په کار وي عملي کوو یې، له قندهاریانو یواځې اتفاق او سمه سیمه ییزه حکومتوالي غواړو چې هر یو پکې خپل ځان ووینې. قندهار به یو ځل بیا خپل عزت پیدا کړي او د ټولو ویاړ به وي.
پاى- ج 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته