سیاست

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کابل له ښاروال احمد ذکي سرفراز سره په ارګ کې وکتل او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، د سړکونو او کانالونو جوړولو، تنظیف، سرسبزۍ او د ترافیکي چارو تنظیم په برخوکې د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
کابل ښاروال د دې ادارې د کړنو راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: کابل ښاروالۍ توانېدلې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتوکې د کابل ښار په لسو ناحیو کې ۱۳۷ زره ملکیتونه سروې او ثبت کړي او همدا راز، د کابل ښار په ۲۲ ناحیوکې د ۱۹۳ پروژو کار روان دی چې یو شمېر یې بشپړې شوې او د نورو پروژو کار جریان لري.
نوموړي په کابل ښارکې د ترافیکو انسجام په اړه وویل: ټاکل شوې د ترافیکي انسجام لپاره ۳۰۰ مامورین وګومارل شي او د ترافیکي له پولیسو سره په همغږۍ به د ښوونځیو د زده کوونکو لارښوونې، د سړک غاړې موټرو تمځایونو مدیریت او د وسایطو د حرکت مسیر د څارنې په برخو کې همکاري وکړي.
جمهوررييس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور تر اورېدو وروسته د یادې ادارې د هڅو د مننې ترڅنګ وویل: د کابل ښار د انکشافي پلان په عملي کېدو سره به د ښار بڼه بدله شي.
جمهورريیس کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همدا راز د ترافیکي بیروبار مخنیوي، تنظیف او د کابل ښار سرسبزي په برخوکې لازم اقدامات وکړي.# 
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته