سیاست

جمهورريیس غني د ټلیفوني اړيکې له لارې خادم الحرمین الشرفین سره غمشریکي وکړه

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټلیفوني اړيکې له لارې د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز ته د هغه د ورور امیر متعب بن عبدالعزیز آل سعود د وفات له امله د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب، څرګند کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس په دغه ټلیفوني مکالمه کې ارواښاد ته د فردوس جنت، د سعودي عربستان پاچا او د آل سعود کورنۍ ته د خدای تعالی په دربار کې د جمیل صبر هیله وکړه.
په پای کې خادم الحرمین الشریفین د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ټلیفوني اړيکې او غمشریکۍ مننه وکړه.#
پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته