روغتیا

جمهورريیس غني: د قندهار ولایت له یو شمېر ډاکټرانو سره وکتل

-کابل باختر د چنګاښ ۱٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني قندهار ته د خپل سفر په لړ کې پرون مازیګر د دغه ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو له یو شمېر ډاکټرانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل ډاکټر عبدالقیوم پخلا د دولتي او ډاکټر حسین اکرامي د خصوصي برخې د ډاکټرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولسوالیو په کچه یې د روغتیایي مرکزونو د زیاتولو، د قابله ګانو او ښځینه واکسیناتورانو د کمبود، د طالبانو له لورې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د بندولو، په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور د روغتونونو د ملاتړ او د قندهار ۳۵۰ روغتون تجهیز ته چې پرون پرانیستل شو د پاملرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د قندهار ډاکټرانو څخه د ښه خدمت په ځانګړي ډول د طبیعي افتونو پر مهال د خدمت په خاطر مننه وکړه او د ۳۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې مبارکي یې ورکړه.
د هېواد جمهوررېیس د پولیو واکسیناسیون کمپاین ته په اشارې وویل، په دې برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي او د دې پروسې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي. هغه زیاته کړه: له ټولو لوریو غواړم په قندهار او ټول هېواد کې د روغتیایي سکتور بې طرفي مراعات کړي.
جمهورريیس غني وویل: زه د ټول افغانستان جمهورريیس یم او موږ مسوولیت لرو چې ټولو هېوادوالو ته په مساویانه توګه خدمات وړاندې کړو. زموږ توپیر له طالبانو سره دا دی چې موږ ټول افغان ملت ته متعهد یوو، خو طالبان بیا داسې نه دي. موږ ټولو ته په مساوي ډول روغتیایي خدمات وړاندې کوو.
هغه زیاته کړه، حکومت چمتو دی د روغتیایي ښارګوټو لپاره ځمکه توزیع کړي، په هره ولسوالۍ کې چې خصوصي سکتور غواړي روغتیایي مرکزونه او روغتونونه جوړ کړي، حکومت چمتو دی امکانات ورته برابر کړي.
جمهورريیس غني د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې په قندهار ولایت کې د کوچنیانو او نسایي ولادي روغتون د جوړولو لپاره ترتیبات ونیول شي، ځکه دغه ولایت د زون په سطحه خدمات وړاندې کړي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: که پر ظرفیت جوړولو د پانګونې غوښتنه کوو، نو لومړی باید پوه شو چې اوس د څه ډول ظرفیت خاوندان یوو او په کومو برخو کې فعالیت کوو، ترڅو واضح شي چې په کومه برخه کې ظرفیت جوړولو ته اړتیا لرو.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته