ښوونه او روزنه

جمهورريیس غني د قندهار د استادانو او ښوونکو غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل

-کابل باختر د چنګاښ ۱٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني قندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې پرون مازیګر د قندهار د ښوونځیو له ښوونکو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له استاذانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د قندهار پوهنتون ريیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل او پوهنیار عبدالمالک نیازي د خصوصي پوهنتونونو او شېراحمد د قندهار د ښوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له جمهورريیس سره شریک کړل.
د قندهار پوهنتون ريیس وویل، قندهار پوهنتون له ټول هېواد څخه محصلین لري او په دغو وروستیو کې یې لاسته راوړنې زیاتې شوي دي. نوموړي له جمهورريیس څخه د قندهار پوهنتون د تدریسي ودانۍ د جوړولو او د پوهنتون کادرونو ته د فوق العاده تشکیل د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز ښوونکو او استادانو ته د ځمکو د وېش، د کتابونو د کمبود، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ظرفیت لوړولو، استادانو ته د بورسیو د ورکړې، د وظیفوي میکانیزم د ایجاد، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره د ترفیعاتو او د قندهار پوهنتون د انکشاف په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړل.
جمهورريیس غني د استادانو او ښوونکو د وړاندیزونو مننه وکړه او ويې ویل: د ښوونکو د تشکیل په برخه کې دې مشخص وړاندیزونه وشي، دغه راز د قندهار پوهنتون عظمت ته په پام او دا چې اوسنی وضعیت یې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی، د دغه پوهنتون د استادانو لپاره به فوق العاده تشکیل ورکړل شي.
هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، ډېر ژر دې د کتابونو د کمبود او ښوونکو ته د ځمکې د وېش ستونزه حل شي.
د هېواد جمهورريیس د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو غوښتنو ته په اشارې وویل: په خصوصي پوهنتونونو کې د معیاري کیفیت د رعايتولو په شرط حکومت چمتو دی، هغوی ته ځمکه په پام کې ونیسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته