سیاست

جمهورريیس غني د شهیدانو ورثوو او معلولینو سره وکتل

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني قندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون ماسپښين د دغه ولایت د شهیدانو ورثوو او معلولینو سره وکتل او د دوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د قندهار والي حیات الله حیات هم حضور درلود، په پیل کې فیض الله عمریار او قاري علاوالدین عزیزي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د معلولینو په استازیتوب یې د دوو سناتورانو د انتصاب، د ملکي او نظامي شهیدانو ورثو ته د ښارګوټي د جوړولو، د معلولینو د ملي فدراسیون د ایجاد، معلولینو ته د مصنوعي غړو او اړتیا وړ وسایلو د برابرولو او د زونونو په کچه د معلولینو د دفترونو د جوړولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
وروسته د هېواد جمهورريیس د دوی له مشخصو وړاندېزونو څخه مننه وکړه او ويې ویل، بدبختانه پر هېواد تپل شوې جګړه د دې لامل ګرځېدلې چې د دې خاورې یو شمېر بچیان شهید او معلول شي، زما لپاره  اصلي لومړیتوب  په هېواد کې سوله او د جګړې ختمول دي.
هغه زیاته کړه، موږ یوې مشخصې طرحې ته اړتیا لرو چې په پايله کې یې د معلولینو حقوق ترلاسه او ستاسې لپاره بنیادي کارونه وشي.
دغه راز د هېواد جمهورريیس وویل، د ټول هېواد په کچه به د معلولینو دوه استازي په مشرانو جرګه کې د سناتورانو په توګه انتصاب کړي، همدارنګه به د معلولینو یو کس د جمهوري ریاست د سلاکار په توګه استخدام شي. دې ته ورته جمهورريیس ژمنه وکړه چې په دولتي ادارو کې به د معلولینو ونډه زیاته شي.
جمهورريیس وویل، د معلولینو د استازو او حکومتي مسوولینو ګډ پلاوی دی جوړ شي، جې اساسي ستونزې واضح او د دې ستونزو د حل لپاره مشخص وړاندېزونه وکړي.
د دغې کتنې په پای کې جمهورريیس غني د معلولینو د ملي فدراسیون د ایجاد په خاطر د معلولینو د استازو غوښتنه هم ومنله.#  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته