-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني زابل ته د خپل سفر پر مهال پرون غرمه د دغه ولایت د پوهنتون له استادانو، ښوونکو، ځوانانو، مدني ټولنې او د ښځو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې د دوی نظریات، غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې محمدرسول بریال د پوهنتون د استادانو، ډاکټر عصمت الله د ښوونکو، روح الله رشیدي د ځوانانو، نظیفې جلال د مدني ټولنې، وږمې توخي د ښځو او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازې زهرا توخي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی، د ظرفیت لوړولو، د زراعتي او اقتصادي ځان بسیاینې، د کرنې پوهنځي د ایجاد، د تدریسي او اداري ودانیو او کتابتون د جوړولو، پوهنې ته د پاملرنې، د تړلو ښوونځیو د بیا پرانیستلو، د تحصیلي بورسیو د ورکړې، د ښوونکو د ښارګوټي، د اوبو د مهارولو، د پوهنتون د انکشاف، برېښنا، ورزشي کمپلکس، د بندیانو د دوسیو د څېړلو، د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي، پر ځوانانو د پانګونې او د تحصیلې زمینې د برابرولو په برخو کې خپلې غوښتنې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
جمهورريیس غني د دغو ویناوالو د واضح غوښتنو او وړاندېزونو د شریکولو په خاطر مننه وکړه او ويې ویل: موږ باید یو بل ته لاس ورکړو، په محدودیتونو او فرصتونو باید پوه شو چې څه شی موږ ته په میراث رسېدلي او په تېرو پنځو کلونو کې مو څه کړي؟
جمهورريیس په ټینګار سره وویل: د زابل په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې به ژور بدلون راشي او د تشو بستونو د ډکولو په خاطر به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یو پلاوی دې ولایت ته راشي.
د هېواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: سږ کال ډېره بودجه د زابل پوهنتون ته ځانګړې شوې ده، اداري تعمیر او کتابتون به یې جوړ او د زابل پوهنتون به د (مېرویس نیکه) په نوم شي.#
پاى-ع
0 1 دقیقه لوستل