سیاست

جمهورريیس غني د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

کابل/ دلړم ٢٩مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په بهير کې پرزن غرمه په جلال اباد ښار کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې د خپلواکۍ  ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال یو ځل بیا ټولو ته د خپلواکۍ د سلمې کالیزې مبارکي وویله  او د ارګ عملیاتي واحد او د ننګرهار ولایت مقام څخه یې د غازي امان الله خان د مزار د رغاونې په خاطر مننه وکړه.
د هېواد جمهورريیس د ننګرهار  له ولسونو څخه د دغه ستر او ملي شخصیت د عزت او درناوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هېواد د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې  په خاطر مننه وکړه.
جمهورريیس څرګنده کړه، د افغانستان د نیمګړي څپرکي بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه: په ننګرهار کې عمومي، انکشافي او د حکومتوالۍ وضعیت ښه بدلون موندلی او د ولسونو په همکارۍ د لا ډېرو پرمختګونو هیله شته.#  پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته