کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان په چاروکې د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان خپل حضور ته ومانه او دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا او د افغانستان سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررييس غني د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په معنی ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې په هېواد کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.
محمد ابراهیم طاهریان تهران ته د طالبانو پلاوي د سفر په اړه جمهورريیس غني ته معلومات ورکړل ويې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت خپل اصولي دریځ ته چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی دی، پابند دی.
هغه زیاته کړه: هېواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې حکومت محوره وي او د افغانستان حکومت په مالکیت او رهبرۍ پر مخ یوړل شي.#
پاى/ذ
1 1 دقیقه لوستل