سیاست

جمهورريیس غني: د اوبو په مهارولوکې د ډاکټر ناکامورا فکر به پیاوړی او دوامدار شي

کابل /دليندۍ١٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور سره په ارګ کې وکتل او د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب یې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې مراتب څرګند کړل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن او د هېواد د ملي امنیت سلاکار حضور درلود، جمهورريیس غني وویل: ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت و چې په تېرو ۲۲ کلونوکې یې په خپلو ګټورو فعالیتونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ځینو سیمو خلکو ژوند بدل کړی دی.
هغه زیاته کړه: د ډاکټر ناکامورا وژنه یوه فاجعه ده او ټول افغان ولس پر دغې پېښې غمجن دي.
د هېواد جمهورريیس د ډاکټر ناکامورا بشپړو شویو پروژو ته په اشارې وویل: ډاکټر ناکامورا خپل کار په افغانستان کې د لرې پرتو سیمو خلکو له درملنې پیل کړ او د اوبو د مدیریت، کرنې او اوبولګولو سیستم د ایجاد په برخوکې یې بريالۍ پروژې بشپړې کړې.
جمهورريیس محمد اشرف غني د ډاکټر تتسو ناکامورا کاري طریقه بریالۍ وبلله او ويې ویل: ده افغانستان او افغانان په ژوره توګه پېژندل او له بې وزلو سره د هغه ځانګړې لېوالتیا نوموړی پر انسان دوست شخصیت بدل کړ.
هغه زیاته کړه: ویاړم چې دوه ورځې مې له ډاکټر ناکامورا سره تېرې او د ده د پروژو په اړه مو خبرې وکړې، همداراز مې نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعیت او د افغانستان ترټولو عالي دولتي مډال ورکړ.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: افغان ولس ډاکټر تتسو ناکامورا د افغانستان یو ستر شخصیت بولي او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.
د هېواد جمهورريیس یو ځل بیا د ډاکټر ناکامورا کورنۍ او د جاپان خلکو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: ډاکټر تتسو ناکامورا ته د درناوي په پار به نن په ځانګړو مراسموکې د نوموړي د جسد ملتیا وشي، دغه راز به هغه پروژې چې ډاکټر ناکامورا  د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې اجرا کړي، د ده په نوم شي.
هغه زیاته کړه: د افغان ولس وجیبه ده چې د ډاکټر ناکامورا فکر، کار او یاد تلپاتې وساتي.
د هېواد جمهورريیس د ډاکټر ناکامورا د وژنې عاملین د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان وبلل او ويې ویل: زموږ د امنیتي او دفاعي قواو دنده ده هغه افراد او عاملین وپېژني او ونیسي چې د ډاکټر ناکامورا په ترور کې یې لاس درلود. د هېواد جمهورريیس په دې اړه امنیتي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور د هېواد د جمهورريیس او افغان ولس د خواخوږۍ او غمشریکۍ قدرداني وکړه او ويې ویل: افغان ولس چې له ډاکټر ناکامورا سره یې تر دې حده مینه لرله او خپله غمشریکي یې وکړه؛ منندوی یوو. دوی  د ډاکټر ناکامورا پنځو افغان شهید شويو همکارانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا هم د افغان دولت او خلکو د غمشریکۍ او همدردۍ له امله مننه وکړه او ويې ویل: هغه کار چې ډاکټر ناکامورا ترسره کړ، د بیارغاونې ترټولو غوره طریقه ده او په پروژوکې د نوموړي د بریا راز د سیمې د خلکو ونډه وه.
میتسوجي سوزوکا زیاته کړه: د افغانستان په پراختیا کې به د جاپان هڅې دوام ومومي.#
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته