کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
جنرال مک کینزي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو وړتیاوو ستاینه وکړه او ويې ویل: د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کې د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
جنرال مک کینزي زیاته کړه: د امریکا متحد ایالتونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپلې هېڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړي.
جمهورريیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو د ژمنتیا او د ټاکنو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او ويې ویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ تیاری لري.
د هېواد جمهورريیس وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لکه څنګه چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو امنیت ټینګ کړی و، د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به هم تر هغه زیاتې هڅې وکړي.#
پاى / ذ
0 1 دقیقه لوستل