ورزش

جمهورريیس غني د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي ولیدله

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن غرمه د برتانیې د منچستر ښار په اولډ ترافورډ لوبغالي کې د افغانستان  د کرکټ ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي ولیدله.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دې سیالۍ د نندارې پر مهال چې په لندن کې مېشت د افغانستان سفیر، د کرکټ بورډ مسوولینو او یو شمېر دولتي مقاماتو هم د جمهوررئیس غني ملتیا کوله، جمهوررئیس د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د بریا هیله وکړه.#
پای – ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته