سیاست

جمهورريیس غني: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په اړه دې عملي اقدامات وشي

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له غړو سره په غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ريیس عین الدین بهادري او د دغه کمېسیون مرستیالې نجیبې مرام د کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله کچه لومړى مقام ګټلى چې دغه لاسته راوړنه د جمهورريیس د پاملرنې محصول دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ريیس او مرستیالې له دغه کمېسیون او په مجموع کې له بیان آزادۍ څخه د جمهورريیس د ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل: موږ هڅه کوو دغه بنسټ پیاوړی او د خلکو او دولت غوښتنې پر ځای کړو.
دوی زیاته کړه: دغه کمېسیون تر دې مهاله څو حقوقي سندونه او روزنيز لارښودونه برابر کړي او دغه راز یې د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه له دولتي مقاماتو او رسنیو سره تر څلوېښتو زیاتې غونډې کړې دي.
جمهورريیس غني د ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړو د فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او ويې ویل: د اساسي ارزښت په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سراسري کمپاین ته اړتیا لري چې په دې اړه په مرکز او ولایتونو کې واضح عامه پوهاوی وشي.
جمهورريیس زیاته کړه: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې د ولایتونو د اړتیاوو واضح جدول ترتیب او د هغې ستونزې او حل لارې دې پکې راونغاړل شي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تدوین شوی چې ښه قانون دی، خو د تطبیق لپاره یې باید په دې پړاو کې عملي اقدامات وشي.
د دغو مراسمو په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او اعلیحضرت غازي امان الله خان نقاشي شوي عکسونه د تخفي په ډول جمهورريیس غني ته ډالۍ کړل.#  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته