سیاست

جمهورريیس غني، هېڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس محمداشرف غني پرون مازیګر د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې له غړو او د لاجورد لار بایسکل ځغلونکو سره وکتل او د هغوی د هڅو او اتلولیو قدرداني یې وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼې کې وشوه په پیل کې د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي عبدالرزاق ممرک له جمهورريیس څخه ورزشکارانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او وې ویل، موږ د ورزش په سنګر کې د هېواد د سرتېرو په څېر قرار لرو، لکه څنګه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې د شرف او عزت دفاع کوي، موږ هم په ورزشي ډګرونو کې خپل افغاني غېرت او مېړانه نندارې ته وړاندې کوو.
ممرک زیاته کړه، د جمهوررئیس ټلیفوني تماس موږ ته روحي او رواني انرژي راکړه او له همدې امله د اسیایي جام سیالیو په ځانګړي ډول د جاپان د فوټسال له ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې ښه وځلېدو. نوموړي د هېواد فوټسال ملي لوبډلې ته د لازیاتې پاملرنې او دغې لوبډلې ته د ورزشي جمنازیوم د جوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د لاجورد لار د بایسکل ځغلونکو د ډلې روزونکي صدیق جامي خبرې وکړې وې ویل، د لاجورد لار د ملاتړ په موخه وتوانیدو د ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان ته سفر وکړو او هغوی ته د افغان ملت د دوستۍ پیغام ورسوو.
هغه څرګنده کړه، د لاجورد لار د بایسکل ځغلونکو ډلې وکولاى شول دغه ۴۱۲۴ کیلومترو واټن په پنځو ورځو کې له هرات ولایت څخه ووهو.
وروسته جمهورريیس غني وویل: نن زما لپاره ځانګړی ورځ ده چې نوی نسل او د افغانستان د ځوان نسل لپاره امید او راتلونکې بېلګه وینم.
جمهورريیس د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې غړو ته په خطاب کې وویل، ما له جاپان سره ستاسې سیالي ولیدله، په میدان کې ستاسې همغږي او کنټرول د  قدر وړ او د افغانستان بیرغ په رپولو سره موږ ته ویاړ راوباښه.
جمهورريیس وویل، تاسې څو زره کلن دود ژوندی او ثابته مو کړه چې افغانستان د اسیا د څلور لارې د وصل نقطه ده او موږ د سیمې له هیوادونو سره یواځې سوداګریزې اړیکې نه لرو، بلکې احساسي او عاطفي اړیکې هم لرو.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي، ورزش او ورزشکاران زموږ د ټول ملت ویاړ دی.
د دې کتنې په پای کې د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي او د بدنې روزنې او ورزش یو شمېر مسوولینو د فوټسال ملي لوبډلې کمیس، د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ یوه تابلو او دغه راز د باسکل ځغلونکو سرګروپ یو بایسکل چې د لاجورد لار یې پرې وهلی وه، جمهوررئیس غني ته ډالۍ کړل.#
پاى – ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته