جمهورريیس: د نوایي او نورو مشهورو افغان شخصیتونو افکار او مهم پیغامونه دې چاپ او خوندي شي
٢٧- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د امیر علي شېر نوایي د زوکړې د ۵۸۰ کالیزې د نمانځلو مشورتي غونډه نن سهار په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په ۱۴۰۰ کال کې د هیواد د تاریخي شخصیت امیر علي شېرنوایي د زوکړې د ۵۸۰ کالیزې د نمانځلو او د مقبرې د بیا رغاونې په اړه د معلوماتو پرمهال وویل، د نوایي او نورو تاریخي شخصیتونو د مقبرو او تاریخي ابداتو د بیا رغاونې کارونه به هم پیل شي.
جمهورريیس وویل، حکومت به د افغانستان د لوی او مشهور شخصیت امیر علي شېرنوايي اثار بیا چاپ کړي. د هغه پر فکر او اثارو دې څېړنې وشي چې د ادبیاتو، فرهنګ، اسلام او تمدن په برخه کې د دوی هڅې اوسني نسل ته روښانه شي.
جمهورريیس ټینګار وکړ چې د افغان مورخینو او پوهانو د تفکر طرز، فکري مکتب او اسلامي، ښاري او فرهنګي تمدن، د اعتدال، عدالت محورۍ او یو بل منلو پیغامونه او مفاهیم دې تشریح شي. نوی نسل باید په خپل سوچه تاریخ پوه او د تاریخ لیکنې دغه لیدلوری پیاوړی شي.
جمهورريیس غني وویل: پر هرات پېژندنه، افغانستان پېژندنه، د تیموري دورې لرغون پېژندنه، د تاریخي اثارو په راټولولو، تالیف، ژباړې او وېش دې لا زیات کار وشي. هغه زیاته کړه، د امیر علي شېرنوایي او نورو مشهورو افغان شخصیتونو ژوندلیکونه، خاطرې، افکار او مهم پیغامونه دې چاپ او ځوان نسل سره شریک او خوندي شي.
پاى- سعيده