سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

جمهورريیس د خصوصي سکتور استازو سره په کتنه کې :  افغانستان پانګونې، مسکن او حرکت ته ضرورت لري                                                            

کابل/ د مرغومي٥مه / باختر 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني  پرون غرمه د خصوصي سکتور استازو سره په غونډه کې د افغانستان ساختماني شرکتونو اتحادیې له لوري د ساختماني جوازونو واحدې مرجع ایجاد طرحې په اړه بحث او خبرې وکړې.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې د افغانستان خونو فدراسیون رييس محمداسماعیل غضنفر د افغانستان ساختماني شرکتونو اتحادې د مدیره پلاوي غړي معرفي  کړل او حمیدالله حبیبي د افغانستان د ساختماني شرکتونو اتحادیې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د مالیاتي جرایمو د معافولو له امله د جمهوررييس  مننه وکړه او ويې ویل، خصوصي سکتور د دولت دبرنامو ملاتړی او همکار دی.

محمدابراهیم جعفري د ساختماني جوازونو واحدې مرجع د ایجاد طرحې وړاندې کولو پرمهال د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو، کټګوریو، د واحدې منبع او همغږۍ د ایجاد،        د فساد د کموالي او د پانګونې د جذب په برخو کې د یادې طرحې د ښېګڼو  په اړه معلومات ورکړل او ساختماني سکتور یې د شغلونو د ایجاد له پلوه عمده سکتور وباله. ورپسې صبغت الله تمیم د ساختماني سکتور او حکومت ترمنځ همکاري مهمه وبلله او ويې ویل،  د پانګونې اسانتیا واحد یا کوم  بل چوکاټ کې دې د ساختماني سکتور غوښتنې او ستونزې پر وخت وڅېړل شي او د عوایدو د زیاتوالي په موخه دې لا زیات شفافیت رامنځته شي.

مسیح الله امتیاز په افغانستان کې د پانګونې بېلابېلو فرصتونو ته په اشارې  وویل، د نورو ځایونو په پرتله له ۲۰-۲۵ سلنه مفاد موجود او تقاضا هم زیاته ده. موږ او نور پانګوال پانګونې ته چمتو یوو.

د فواید عامې وزیر نجیب الله یمین وویل، د زیربنا او ترانسپورټ په برخه کې له خصوصي سکتور سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.  د ډیزاین او سروې تصدۍ برخې د شته ستونزو د حل په موخه پر یوې طرحې او د سرکونو او پلونو د ډیزاین په موخه پر یو انسټیټیوټ کار کوو چې له نهایي کېدو سره به یې په دې برخو کې د ګډې همکارۍ زمینې لا زیاتې شي.

یمین له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د طرحو او پروژو د تطبیق په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل او د وزن د کنټرول ترازوګانو او د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې همکاري وکړي.

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی د غیرقانوني ساختمانونو پر ضد شویو اقداماتو او د ساساکي پلان تطبیق ته په اشارې وویل، موږ د مثبت بدلون په حال کې یوو. د توقعاتو          د مدیریت، همغږۍ او راتلونکو برنامو او موخو څخه د خصوصي سکتور د خبرېدو لپاره یې له خصوصي سکتور سره د دوامدارو ناستو وړاندیز وکړ.

د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت معین  پوپل حبیبي وویل، موږ حاضر یوو چې  د سړکونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او نورو برخو کې خپلې تجربې له خصوصي سکتور سره شریکې کړو.

همدارنګه یې د پروژو د تطبیق پرمهال د ستونزو او ځنډ د مخنیوي په موخه د شرکتونو د اساسي ارزونې او د دوی د ظرفیتونو د واضح تشخیص وړاندیز وکړ.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مرستیال عزیزاحمدګلستاني د مسکن او ښاري نظم په برخو کې کافي فرصتونو ته په اشارې وویل، په دې برخو کې له خصوصي سکتور سره ګډ کار کولی شو.

هغه زیاته کړه، د ښار غیر پلاني ساحې باید د پانګونې له لارې د مسکن وړ وګرځي. د اوبو رسولو او ښاري کانالیزاسیون عمومي ريیس حمیدالله یلاني وویل، په پام کې لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې د ټولو ښارونو د اوبو ستونزه حل کړو او په دې برخه کې  د خصوصي سکتور د پانګونې زیات فرصتونه لرو. موږ چمتو یوو چې پر طرحو د ګډ بحث له لارې پایلې ته ورسېږو.

د برېښنا شرکت مالي ریاست سرپرست محمود قادري دې ته په اشارې چې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حلېږي وویل، د کابینې په منظورۍ په ټول هیواد کې یو ډول تعرفه رامنځته کېږي. د پانګونې زیات فرصتونه لرو، داخلي  شرکتونه به پانګونې ته وهڅوو او خصوصي سکتور ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوو.

جمهورريیس غني د دوی د  ویناوو او معلوماتو له اورېدو  وروسته د یادې طرحې د برابرولو مننه وکړه ويې ویل، باید په طرحه کې د منافعو تضاد حل او د بډاینې لپاره یې لا ډېر بحث ورباندې وشي.

هغه زیاته کړه، د دولت او خصوصي سکتور د همکارۍ کچه زیاتېږي او فوق العاده بدلون باید راشي.

جمهورريیس وویل،  په کابل، مزارشریف، کندهار، خوست اوجلال اباد ښارونو کې چې انکشافي پلانونه یې برابر شوي له خصوصي سکتور سره همکارۍ ته چمتو یوو، ځکه د ساساکي پلان ټولې پروژې پانګونې ته چمتو دي. د دغو پلانونو ښه والی دادی چې چوکاټي دي.

د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، که خصوصي سکتور د ډیزاین په برخه کې پانګونې ته چمتو وي، نو باید له بین المللي شرکتونو سره پایلې ته ورسېږي. افغانستان پانګونې، مسکن او حرکت ته ضرورت لري. فواید عامې او د ښارجوړولو او ځمکو وزارتونه او ښاروالۍ دې یو معیار تطبیق کړي.

جمهورريیس وویل، څو باوري بین المللي شرکتونه دې  د خاورې پېژندنې، د ارتفاع تعيین او نورو اړوندو برخو کې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه،  ۵۲ دولتي شرکتونه په پښو ودرېږي او دا به د خصوصي سکتور رقیبان نه، بلکې همکاران وي.

محمد اشرف غني وویل، د اوبو ستونزې ته په کتو په هرځای کې ساختمان مه جوړوئ. مشترکه ژبه باید  پیدا شي. خصوصي سکتور دې واقعي همکاري وکړي.  عرضه او تقاضا باید تناسب ولري.

هغه زیاته کړه، افغانستان د ساختماني موادو له پلوه بېساري دی او پانګونې ته اړتیا لري.

جمهورريیس وویل، د واضح معیارونو له مخې دې د ښاروالۍ او ښار جوړولو او ځمکو وزارت ظرفیتونه وارزول شي.

هغه زیاته کړه، د هغه څه د جوړولو اجازه باید ورنه کړو چې سبا ورباندې پښېمانه اوسو.

جمهور ريیس غني وویل، خصوصي سکتور دې د واضح  طبقه بندۍ  له مخې د شرکتونو شمېر تر لسو پورې راکم کړي. د شرکت شهرت باید واضح وي او خصوصي سکتور دې د قراردادونو او د پروژو د تطبیق په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل کړي.                                                                                                          پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته