٤٩- کابل/ د ليندۍ١٦مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن غرمه د خصوصي سکتور یو شمېر استازو سره په کتنه کې د ترانسپورت په برخه کې د دوی غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي ريیس محمداسماعیل غضنفر، د بلخ د پانګونې او سوداګرۍ خونې ريیس ارش یونسي، د بلخ د اوسپنو اتحادیې ريیس سیدعبدالله، د ګلزاد شرکت ريیس خان اغا ګلزاد، د فیروز صدري شرکت ريیس فیروز صدري او د افغان پترولیم شرکت ريیس داود یوسفزي د جمهورريیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل، خصوصي سکتور په هر ډول شرایطو کې د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ دی.
یادو ویناوالو د ترانسپورت برخې د ستونزو، د فواید عامې وزارت د نوې مقررې د ځنډولو، د مواصلاتي لارو، اورګاډي پټلۍ، بندرونو، ګمرکونو، مالیې، نورم او ستندرد برخو کې د شته ستونزو او د ترازو د نه تطبیق او په ټول هیواد کې د تناژ د برابر تطبیق په اړه خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
د ترانسپورت وزیر قدرت الله ذکي وویل، د نوې مقررې د ځنډولو او نورو برخو کې یې د خصوصي سکتور د استازو وړاندېزونه اورېدلي او د عالي مقام د هدایت مطابق به له فواید عامې وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کې اقدامات وکړي.
د فواید عامې وزیرانجنیر نجیب الله یمین وویل، د نوې مقررې په اړه په څو غونډو کې د خصوصي سکتور نظریات او وړاندېزونه اخیستل شوي او تر پایه دوی په جریان کې وو. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور زموږ وجود دی او ملاتړ یې کوو، مګر د دوی له لوري د زیات وزن انتقال د سړکونو د خرابوالي لامل شوی او په دې برخه کې د دوی پاملرنه او همکاري غواړو .
جمهورريیس غني د خصوصي سکتور استازو ته په خطاب کې وویل، تاسو د دولت شریکان او د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر یاست او په کرونایي وضعیت کې مو ثابته کړه، مګر له دولت سره کړې ژمنې باید عملي کړئ او غوښتنې مو واقعبینانه وي.
د هیواد جمهورريیس زیاته کړه، د سړکونو د ساتنې لپاره چې زیاته پانګونه ورباندې شوې، باید واضح موافقې ته ورسېږو. د ترانسپورت ، واردونکي او صادرونکي ټول شرکتونه باید په دې برخه کې اجرايیوي تضمین ورکړي.
جمهورريیس وویل، د فواید عامې وزارت نوې مقرره به د دوه میاشتو لپاره په دې شرط وځنډوي چې واضح تضمین وجود ولري او له دې تمدید وروسته به سل په سلو کې تطبیقېږي. هغه زیاته کړه، د شرکتونو شمېر باید محدود او لوی شرکتونه ایجاد شي چې په سیمه ییزه کچه سیالي وکولای شي.
جمهوررييس وویل، سږکال به د اورګاډي پټلیو په برخه کې واضح حرکت راشي او په دې اړه مو وړاندېزونه شریک کړئ. هغه زیاته کړه، مقررات باید یو ډول وي، د اصولو او د مدیریت د شېوې په برخه کې باید واضح پایلې ته ورسېږو او د مدیریت شېوه باید د وړاندوینې وړ وي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، په پنځو ګمرکونو کې د پانګونې پلانونه چمتو او یوازې نقشې ته منتظر یوو. د دولت او خصوصي سکتور مشارکت باید ایجاد کړو. د مالونو د تخلیې او د نوبت د نه مراعتېدو او د ترازو په برخه کې شته ستونزې او فساد باید په اساسي توګه له منځه یووړل شي.
جمهورريیس غني د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د نفتي موادو په برخه کې سره یوځای او د نل لیکې په اړه اساسي کار وشي چې له تګ راتګ څخه بې غمه او د وړاندوینې وړ وګرځي.
پاى- ج
6 2 دقیقې لوستل